افغانستانسیمه

په کابل کې د قطر سفیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره د مخه ښې لیدنه وکړه

په کابل کې د قطر سفیر سعید بن مبارک الخیارین د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره مخه ښې لیدنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې ښاغلي متقي د اسلامي امارت او د قطر د دولت ترمنځ اړیکې تاریخي او ورورګلویزې وبللې.

هغه د افغانستان له خلکو سره د قطر د دولت د بشري مرستو ستاینه وکړه، د قطر د سفیر د ماموریت ستاینه یې وکړه او په راتلونکو ماموریتونو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

وزارت دا هم لیکلي چې سعید بن مبارک الخیارین هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دوستانه وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې په مختلفو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پراخې شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button