په کابل کې د قطر سفیر سعید بن مبارک الخیارین د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره مخه ښې لیدنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې ښاغلي متقي د اسلامي امارت او د قطر د دولت ترمنځ اړیکې تاریخي او ورورګلویزې وبللې.
هغه د افغانستان له خلکو سره د قطر د دولت د بشري مرستو ستاینه وکړه، د قطر د سفیر د ماموریت ستاینه یې وکړه او په راتلونکو ماموریتونو کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
وزارت دا هم لیکلي چې سعید بن مبارک الخیارین هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې دوستانه وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې په مختلفو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پراخې شي.