افغانستان

په هېواد کې د فایبر آپټیک انټرنیټ بندیدو پراخه اندیښنه راپارولې ده

په لسو څخه زیاتو ولایتونو کې د فایبر آپټیک انټرنیټ بندیدو د هېوادوالو ترمنځ د اندیښنې څپه راپارولې ده.

د اسلامي امارت د حکومت لخوا پلي شوې دې پریکړې د خلکو په اقتصادي، تعلیمي او ټولنیزو فعالیتونو پراخ منفي اغیزې کړي دي.

د راپورونو پر بنسټ، ښاریان وايي چې د لوړ سرعت فایبر آپټیک انټرنیټ، چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د پام وړ وده کړې، د سوداګرۍ، تعلیم، بانکدارۍ، ګمرکونو او نورو ټولنیزو برخو په پراختیا کې مهم رول لوبولی دی.

د دې خدماتو بندیدو ورځني فعالیتونه ګډوډ کړي او د خلکو د ژوند په بیلابیلو برخو یې منفي اغیزې پریښي دي.

اوسیدونکو د دې پریکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د انټرنیټ بندولو پر ځای د دې د ویش او کارونې څارنه پیاوړې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button