د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه اقتصادي او سوداګریزه غونډه په کابل کې د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک په شتون کې ترسره شوه.
دا غونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا او د سوداګریزو تبادلو د حجم د زیاتوالي سره سم ترسره شوه.
د هیواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د غونډې اصلي هدف د دوه اړخیزو سوداګرۍ حجم په کال کې ۱۰ ملیارد ډالرو ته لوړولو او د دواړو خواوو د پخوانیو ژمنو د پوره کولو لپاره د حل لارو څېړل وو.
اتابک د غونډې په پای کې ژمنه وکړه چې راپورته شوې ستونزې به تعقیب کړي او د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره به اړینې همکارۍ چمتو کړي.
په دې غونډه کې، د بانکي همکاریو پراختیا، د چابهار بندر د زیربنا څخه کار اخیستل، د خواف-هرات ریل پټلۍ له لارې د توکو د لیږد زیاتوالي، د کانونو په برخه کې همکاري، او د ګډې اقتصادي کمیټې او د هغې د شپاړسو فرعي کمیټو د منظمو غونډو په څیر مسلو باندې بحث وشو.