افغانستانسیمه

اسحاق ډار: د پاکستان او افغانستان اړیکې ښې شوې دي

د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار الجزیرې ته وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د پام وړ ښې شوې دي.

د اپریل په ۱۹مه او له هغه مخکې کابل ته د خپلو دوو وروستیو سفرونو ته په اشارې سره، هغه وویل چې د دې سفرونو په جریان کې ټولې پریکړې د جون تر ۳۰مې پورې پلي شوې دي.

دار زیاته کړه: “موږ د سوداګرۍ، اقتصاد، کډوالو او سیاست په اړه بحث وکړ، او هره پریکړه چې موږ وکړه پلي شوه.”

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد هغه غوښتنه بیا تکرار کړه چې اسلامي امارت باید د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوچ لبریشن آرمی په څیر ډلو کنټرول کړي، او ویې ویل چې د دې ډلو کنټرول نه شتون اسلام آباد ته د منلو وړ نه دی.

هغه له افغانستان څخه د دې ډلو د سپارلو یا ایستلو غوښتنه وکړه.

اسلامي امارت تر اوسه د ډار د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د دغه هېواد د دفاع وزیر مخکې په افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون په اړه د پاکستان ادعاوې رد کړې وې او دا یې د پاکستان د داخلي امنیتي کمزورتیاوو د پټولو هڅه بللې وه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button