افغانستاناقتصادسیمه

د لومړي وزیر مرستیال د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې لپاره د ایران له پلاوي سره وکتل

د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سې شنبې په ورځ (۲۵ وږی ۱۴۰۴) په کابل کې د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر سید محمد اتابک او د هغه له ملګري پلاوي سره ولیدل.

د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، په دې غونډه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې، د چابهار بندر د رول او د دواړو هیوادونو د ګډې اقتصادي کمېټې د فعالیتونو د پیاوړتیا په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.

د ایران یو لوړ پوړی اقتصادي او سوداګریز پلاوی د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسید ترڅو د خنډونو پیژندلو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او ګډې پانګونې د اسانتیا په هدف د افغان چارواکو او خصوصي سکتور له استازو سره وګوري.

دا غونډې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا سره سم ترسره کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button