سیمه
د شنبې له ورځې راهیسې په غزه کې ۷۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي
د نن سهار راهیسې (شنبه، د وږی ۱۲مه، ۱۴۰۴) د غزې په شیخ رضوان او جبالیا النزلة سیمو کې د اسراییلو د هوايي بریدونو په پایله کې ۷۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د اسراییلو جنګي الوتکو په غزه ښار کې پر ښوونځیو، بیړنیو پناه ځایونو او استوګنیزو کورونو له ۱۸ څخه زیات هوايي بریدونه ترسره کړي دي.