افغانستان
د کانونو وزیر او د غور والي په تولک ولسوالۍ کې د چورلکې د لوېدو څخه روغ رمټ راووتل
د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري او د غور والي حیات الله مبارک د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د چورلکې د لوېدو څخه ژوندي پاتې شول.
دا پیښه د چهارشنبې په ماښام، د وږی په ۱۹مه، ۱۴۰۴ کال کې د چورلکې د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته شوه.
د غور د والي ویاند راساس بدري رسنیو ته وویل چې چورلکه د تخنیکي نیمګړتیا له امله له ټیټې ارتفاع څخه وغورځېده، خو څوک پکې ټپیان نه شول.
د ملي دفاع وزارت هم په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې چورلکه د هوايي ځواک وه او د تولک ولسوالۍ ته د الوتنې پر مهال د تخنیکي ستونزو له امله را وغورځېده.
د دفاع وزارت په وینا، د چورلکې ټول پرسونل او مسافر ښه روغتیا لري او پیښه کې هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتي.