د ازبکستان هیواد د بلخ ولایت د حیرتان بندري ښار سیمه ییزو چارواکو ته د اوړو، غلو دانې، کمپلو او نورو لومړنیو اړتیاوو په ګډون ۳۰۰ ټنه بشري مرستې وسپارلې.
ازبک چارواکو اعلان وکړ چې دا مرستې د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه د کونړ ولایت کې د وروستیو زلزلو د قربانیانو د ملاتړ لپاره لیږل شوي دي.
دوی ټینګار وکړ چې ازبکستان به تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ وي او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.
دا اقدام د دواړو هیوادونو ترمنځ د بشري همکاریو د پیاوړتیا او په هیواد کې د طبیعي پیښو څخه د اغیزمنو شویو کسانو د کړاوونو د کمولو لپاره شوی دی.