افغانستان

د افغانستان د کرنې وزارت پلاوی ترکیې ته سفر کوي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي ضمیر عثماني کوي، د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TIKA) په رسمي بلنه دې هیواد ته تللی دی.

د کرنې وزارت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د دې سفر موخه د ترکیې د کرنیزو څیړنیزو مرکزونو او پروژو څخه لیدنه او د کرنیزو څیړنو او پراختیا په برخه کې د دواړو خواوو د متخصصینو ترمنځ د نظرونو تبادله ده.

دا سفر کولی شي د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کرنې په سکتور کې د همکارۍ پراخولو، تجربو تبادلې او تخنیکي ظرفیتونو لوړولو لپاره لاره هواره کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button