افغانستان
په بلخ کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۵ کسان نیول شوي
د بلخ ولایت د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ (۱۰ وږی ۱۴۰۴) اعلان وکړ چې د دې قوماندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې څانګې په تیرو دوو اونیو کې د مزار شریف په بیلابیلو سیمو کې ۱۵ کسان د غلا، قمار، اخلاقي فساد، بریښنایی جرمونو او نورو سرغړونو په تور نیولي دي.
د راپور له مخې، د نیول شویو کسانو دوسیې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي ترڅو د دوی قانوني او قضايي پروسیجرونه تعقیب شي.
د بلخ امنیتي چارواکو په ولایت کې د امنیت او د جرمونو سره د مبارزې لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.