په کونړ کې د مرګونې زلزلې راپور: ۲۵۰ کسان مړه او ۵۰۰ ټپیان شوي دي
د کونړ ولایتي طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د تېرې شپې په نورګل، سوکۍ، وټپور، مانوګي او چپه دره ولسوالیو کې د مرګونې زلزلې له امله تر اوسه ۲۵۰ کسان مړه او ۵۰۰ ټپیان شوي دي.
ځایي چارواکو ویلي چې اغیزمنو سیمو ته د لاسرسي د ستونزو او د ځینو سړکونو د بندیدو له امله، د ژغورنې عملیات په سختۍ سره دوام لري او د مړو وروستۍ شمیره لا نه ده معلومه.
د مرکز او ګاونډیو ولایتونو څخه د ژغورنې ټیمونه زلزله ځپلو سیمو ته لیږل شوي او د کنډوالو لاندې د بند پاتې خلکو د ژغورنې هڅې روانې دي.
زلزله، چې د نړیوالو سرچینو په وینا د ۶.۰ شدت درلود، د یکشنبې په شپه (۹ وږی ۱۴۰۴) نیمه شپه وشوه او د هغې مرکز دره نور ولسوالۍ ته نږدې راپور شوی.
چارواکو له نړیوالو ادارو څخه د مرستې غوښتنه کړې ځکه چې سیمه ایزې سرچینې لرې پرتو سیمو ته د مرستې رسولو لپاره محدودې دي.
د خبرونو اړوند ویډیو په لاندې لینک کې وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/25193