افغانستان
له ایران او پاکستان څخه له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې
د خبري سرچینو له مخې، د دوشنبې په ورځ (۳ وږی ۱۴۰۴)، له ایران او پاکستان څخه ۱۲۴۵ کډوالې کورنۍ هیواد ته راستنې شوې.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا کورنۍ د مختلفو بندرونو له لارې هیواد ته ننوتلې.
۶۴۵ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې، ۴۵۲ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې، ۱۰۰ کورنۍ د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې، ۴۳ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابریشم له لارې، ۴ کورنۍ د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې، او یوه کورنۍ د هلمند ولایت د بهرامچه له لارې هیواد ته راستنې شوې.
د کډوالو د راستنیدو دا پروسه دوام لري پداسې حال کې چې ځایی چارواکو د دې کورنیو د ملاتړ او بیا میشتیدنې هڅې اعلان کړې دي.