ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران او دریو اروپایي هیوادونو (جرمني، فرانسې او انګلستان) ترمنځ د اټومي خبرو اترو غونډه به سبا (سه شنبه، د ۱۴۰۴ کال د وږی ۴مه) د سویس په جینیوا کې ترسره شي.
د دې خبرو اترو اصلي تمرکز د اټومي مسلو بیاکتنه او د بندیزونو لرې کولو مسله اعلان شوې ده.
د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت کې د سیاست مرستیال، مجید تخت روانچي به د ایراني پلاوي مشري وکړي، پداسې حال کې چې د دریو اروپایي هیوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران به د بل لوري استازیتوب وکړي.
دا خبرې اترې د اټومي تړون د بیا ژوندي کولو او د ایران پر وړاندې د بندیزونو لرې کولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو سره سم ترسره کیږي، او تمه کیږي چې پایلې به یې په نړیوالو اړیکو او د ایران په اقتصادي وضعیت باندې د پام وړ اغیزه ولري.