افغانستان

په خوست ولایت کې ۱۳۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

د خوست ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د چهارشنبې په ورځ (۲۹ زمرۍ ۱۴۰۴) ۱۳۰ اړمنو کورنیو ته د اوړو، غوړیو او نورو خامو موادو په ګډون د خوراکي توکو مرستې کڅوړې ووېشلې.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، ۳۰ کورنیو اته قلمه خوراکي توکي او ۱۰۰ کورنیو دوه قلمه خام مواد ترلاسه کړل.

دا مرسته د اسلامي امارت د رهبر د ځانګړي فرمان له مخې په ټول هېواد کې د اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره ووېشل شوه.

د خوست سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دې اقدام موخه د معیشت ستونزې کمول او د زیان منونکو ډلو ملاتړ کول دي.

د هیواد په نورو برخو کې د داسې ملاتړ پروګرامونو د دوام لپاره هڅې روانې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button