افغانستان

په هرات کې د یوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ۵۷ کسان مړه شوي دي

د سې شنبې په ماښام (۱۸ زمرۍ ۱۴۰۴) د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په حلقوي سړک کې یوه غمجنه ترافیکي پېښه رامنځته شوه چې له امله یې ۵۷ کسان مړه شول.

د ګذرې ولسوالۍ د پولیسو د قوماندانۍ په وینا، د ۵۸۰ مسافر وړونکي بس چې له اسلام کلا څخه کندهار ته روان و، د موټرسایکل او مازدا بار وړونکي لارۍ سره ټکر وکړ.

د چارواکو په وینا، د پېښې وروسته بس اور واخیست او ۵۳ مسافرو یې په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د مازدا بار وړونکي لارۍ دوه مسافر او دوه موټرسایکل سپاره هم په پېښه کې ووژل شول.

د هرات امنیتي چارواکو د دې تراژیدي اصلي عوامل د ګړندۍ سرعت او بې احتیاطي موټر چلول بللي دي.

د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/24905?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button