د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د خبرو اترو شپږمه غونډه د چهارشنبې په ورځ (۲۹ زمرۍ ۱۴۰۴) په کابل کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، خواوو د تیرو غونډو د پریکړو بیاکتنه کولو سره، د دریو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په سیمه کې د همکارۍ د پراخولو لپاره شته فرصتونو ته په اشارې سره وویل: “موږ ډاډه یو چې موږ کولی شو له دې فرصتونو څخه د خپلو هیوادونو په ګټه کار واخلو؛ دا درې اړخیز میکانیزم د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د عملي بحثونو امکان برابروي.”
هغه زیاته کړه: “د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، زموږ بهرنۍ پالیسي په اقتصاد تمرکز کړی او زموږ هدف دا دی چې افغانستان د امنیتي ننګونو له کیسې څخه د اقتصادي اتصال په څلور لارې بدل کړو.”
متقي په تیرو څلورو کلونو کې د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه ییزو اتصال پروژو کې شوي پرمختګ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: “درې واړه هیوادونه د پام وړ اقتصادي وړتیا لري چې باید په سمه توګه وکارول شي او اقتصادي مسایل باید له نورو مسلو څخه جلا وساتل شي.”
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د افغانستان سره د خپل هیواد اړیکې مخ په ودې وبللې او په بیلابیلو برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا اعلان وکړ.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفارتونو لوړوالی د سفیرانو کچې ته یو مثبت ګام وباله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم دا غونډه د همکارۍ د پراختیا لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تعاملاتو د زیاتوالي هرکلی یې وکړ.
هغه هیله څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې به نور هم پرمختګ وکړي.
په پایله کې، ګډونوالو د دې غونډو په دوام او د درې اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.