سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت اعلان وکړ چې افغانستان اوس مهال شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره فعال ریل پټلۍ لري، چې د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ بندرونه او د هرات-خواف ریل پټلۍ له ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره نښلوي.
وزارت د ریل پټلۍ شبکې د پراختیا لپاره پراخ پلانونه اعلان کړل، چې کولی شي افغانستان په سیمه ییز ټرانزیټ مرکز بدل کړي.
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وویل چې د خواف-هرات ریل پټلۍ د څلورمې برخې د لومړي پړاو او د حیرتان-مزار شریف ریل پټلۍ د بیارغونې کار روان دی.
همدارنګه، د تورغونډۍ-هرات او هرات-کندهار ریل پټلۍ د جوړولو لپاره له قزاقستان سره د ۵۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د تفاهم یادداشت لاسلیک شوی دی.
سربېره پردې، د هرات-کندهار د ۷۳۷ کیلومتره ریل پټلۍ لپاره د ۲۶۴ ملیون افغانیو په ارزښت د تفصيلي ډیزاین قرارداد له خصوصي سکتور سره نهایی شوی او کار یې روان دی.
د بندر د زیربنا په سکتور کې، د تورګنډي بندر د پراختیا لپاره د ۵ ملیون ډالرو قرارداد له ترکمنستان سره لاسلیک شوی او پلي کول به یې ډیر ژر پیل شي.
https://t.me/SafirTelevision1/24820