د میدان وردګو په پوځي موزیم کې د مجاهدینو د جنګي تجهیزاتو نندارتون
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د میدان وردګو ولایت د مجاهدینو پوځي موزیم د تیرو دوو لسیزو راهیسې د اسلامي امارت ځواکونو لخوا په جګړو او هدفي بریدونو کې کارول شوي له ۲۰۰ څخه زیاتو ډوله کورني ماینونو، چاودیدونکو توکو او پوځي تجهیزاتو ټولګه نندارې ته وړاندې کړې ده.
دا موزیم چې د کورنیو او بهرنیو لیدونکو پام ځانته را اړولی دی، هره ورځ لسګونه خلک کوربه توب کوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې غواړي د بهرنیو ځواکونو د ماتولو لپاره کارول شوي وسایلو په اړه پوه شي.
د مجاهدینو د پوځي موزیم رییس ضیاء الحق وویل: “د مجاهدینو لخوا جوړ شوي تجهیزاتو لکه توغندیو، بیرل، سمنټ، چپکشي او لاسي ماینونو سربیره، له دښمن څخه نیول شوي تجهیزات هم په دې موزیم کې نندارې ته وړاندې کیږي.”
د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رییس شفیق الله فضلي هم وویل: “ډیری لیدونکي، په ځانګړې توګه بهرنيان، دې موزیم ته د هغو تجهیزاتو لیدلو لپاره راځي چې د بهرنیو ځواکونو په ماتې کې یې رول لوبولی دی.”
هغه ټینګار وکړ چې د دې موزیم د جوړولو موخه د تاریخي ارزښتونو ساتنه او ځوان نسل ته د تیرو مبارزو په اړه روزنه ورکول دي.