افغانستاننړۍ

مجاهد: ملګرو ملتونو خپله خپلواکي او نفوذ له لاسه ورکړی دی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له یوې سیمه ییزې راډیو سره په مرکه کې د ملګرو ملتونو پر کړنو سختې نیوکې وکړې او دا اداره یې د خپلواکۍ او نفوذ په نشتوالي تورنه کړه.

هغه وویل چې ملګري ملتونه د لویدیځو هیوادونو د پالیسیو تر اغیز لاندې فعالیت کوي او اړین بې طرفي نلري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍ ته په اشارې سره، چې لاهم د پخواني جمهوري حکومت د استازي په لاس کې ده، ښاغلي مجاهد وویل: “هغه څوک چې په دې څوکۍ کې ناست دی، نه کورنی مشروعیت لري او نه هم د افغان ولس ریښتینی استازی دی.”

هغه وپوښتل چې دا استازی په کوم اساس او په کومو اصولو کار کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د کنټرول له ترلاسه کولو راهیسې، اسلامي امارت په وار وار غوښتنه کړې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د دوی استازي ته وسپارل شي، خو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د باورلیکونو کمېټې تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې او دا څوکۍ د پخواني حکومت د استازي په لاس کې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button