سیمه

اسراییل په غزه کې د مرستو رسولو لپاره لنډمهاله اوربند اعلان کړ

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په ځینو سیمو کې یې د سهار له ۱۰ بجو څخه د ماښام تر ۸ بجو پورې لنډمهاله اوربند اعلان کړ ترڅو دې سیمې ته د بشري مرستو رسولو کې اسانتیا رامنځته شي.

د رژیم د بیان له مخې، دا اقدام د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو سره په همغږۍ کې اخیستل شوی ترڅو د غزې اوسیدونکو لپاره د خوړو او درملو لیږدونکو کاروانونو ته اجازه ورکړل شي.

اوربند په داسې وخت کې اعلان شو چې د اشغالګرو ځواکونو لخوا د غزې د میاشتو اوږدې محاصرې په سیمه کې یو سخت بشري بحران رامینځته کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې په غزه کې پراخه لوږه، په ځانګړې توګه د ماشومانو په منځ کې، د بشري ناورین لامل شوې ده.

یوازې په تیره اونۍ کې، له ۷۰ څخه ډیر ماشومان د خوارځواکۍ او لوږې له امله مړه شوي دي.

ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو د دې اقدام هرکلی کړی، مګر ټینګار کوي چې د بحران د حل لپاره دایمي اوربند او د مرستو د آزاد جریان لپاره د ځمکنیو بندرونو بشپړ بیا پرانیستل اړین دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button