د اسراییلو په زندانونو کې د فلسطینیانو بې ساري شکنجه: د سپیو له بریدونو څخه تر جبري الکولو څښلو پورې
د فلسطین د بندیانو ټولنې او د بندیانو د چارو کمیسیون په یوه ګډه اعلامیه کې د اسراییلو په زندانونو کې د فلسطیني بندیانو د سختو شکنجو او ناوړه چلند راپور ورکړ.
د حقونو ډلو اعلان وکړ چې د غزې بندیان د سختو وهلو، د الکولو په زور څښلو، د جوش اوبو سره د سوځولو او حتی د سپیو لخوا د بریدونو په څیر اقداماتو سره مخ شوي دي.
د کاتسیوت، عوفر، سیدي تیمان زندانونو او په بیت المقدس کې د روسیې کمپاونډ ته د دې میاشتې د لیدنو په جریان کې راټول شوي راپورونو پراساس، ډلو د فلسطینیانو د توقیف او پوښتنو ګرویګنو پرمهال د بې ساري کچې تاوتریخوالي او شکنجې ځورونکي شواهد مستند کړي دي.
د ډلو په بیان کې ویل شوي: “دا اقدامات د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او د اسراییلو په زندانونو کې د شکنجې بې ساري شدت ښیې.”
د حقونو دواړو ډلو خبرداری ورکړ چې د دې غیر انساني ناوړه چلند په پایله کې ځینې بندیان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دې جرمونو د څیړلو او اسراییلو د حساب ورکولو لپاره بیړنۍ نړیواله څیړنه وکړي.