افغانستانسپورت

د افغانستان ملي لوبغاړی اسماعیل کاکړ په پاریس کې په نړیوالو سیالیو کې دوهم مقام ترلاسه کړ

د هیواد ملي لوبغاړی اسماعیل کاکړ په هغو نړیوالو سیالیو کې چې د فرانسې په کوربه توب او په پاریس کې د ۲۵ هیوادونو په ګډون ترسره شوې وې، د دویم مقام او د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.

د سامبو کوریش فدراسیون په وینا، کاکړ په دې سیالۍ کې چې د ازبکستان د ولسمشر جایزه هم ورسره وه، د کانګو، فرانسې او تاجکستان سیالانو ته په ماتې ورکولو سره غوره فعالیت وښود او دا ویاړ یې افغانستان ته راوړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button