د اسراییلو پر وړاندې د یمن د توغندیو برید د بن ګوریون هوايي ډګر وتړلو
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو د “فلسطین ۲” سوپرسونیک بالستیک توغندی څخه کار اخیستی ترڅو د اشغال شوي یافا (تل ابیب) سیمې د بن ګوریون هوایی ډګر په نښه کړي.
دا برید، چې د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټ رژیم د جرمونو په ځواب کې ترسره شو، په بریالیتوب سره خپل اهداف ترلاسه کړل او په ملیونونو صهیونیسټان یې اړ کړل چې پناه ځایونو ته وتښتي او د بن ګوریون هوایی ډګر وتړل شي.
صهیونیسټي رسنیو راپور ورکړ چې د دې توغندیو له توغولو وروسته، په اشغال شوي ګوش دان او بیت المقدس سیمو کې د خطر زنګونه غږ شول او اوسیدونکي پناه ځایونو ته وتښتېدل.
یحیی سریع په خپل بیان کې ټینګار وکړ چې دا عملیات د هغو مظلومو فلسطینیانو د ملاتړ یوه برخه ده چې د صهیونیسټ رژیم د محاصرې او ظالمانه تیري لاندې دي.
هغه په عربي او اسلامي هیوادونو غږ وکړ چې د غزې د خلکو ملاتړ ته چمتو وي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو ویډیو وګورئ.
https://t.me/SafirTelevision1/23980