افغانستان

په فاریاب کې د کتاب او خطاطۍ دوه ورځنی نندارتون ترسره شو

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د ظهیر فاریابي کتابتون په تالار کې د کتاب او خطاطۍ دوه ورځنی نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د چارواکو، خطاطانو، انځورګرانو، لیکوالانو، ځوانانو او د هنر مینه والو په شتون کې پرانستل شو، د مختلفو موضوعاتو په اړه د خطاطۍ ۵۰ اثار او کتابونه نندارې ته وړاندې کړل.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو وویل چې د دې نندارتون د جوړولو موخه د لوستلو کلتور ته وده ورکول او د خطاطۍ هنر ملاتړ کول دي.

دې غونډې د هنري او ادبي اثارو معرفي کولو او ټولنې، په ځانګړې توګه ځوانانو ته د لوستلو او تخلیقي کیدو هڅولو فرصت برابر کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button