افغانستان
د اسلامي امارت په کابینه کې نوې ټاکنې اعلان شوې
د سرپرست حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت د مشر هبت الله اخوندزاده په امر یو شمېر نوې ټاکنې اعلان کړې.
د دې ګمارنو پر بنسټ، مولوي ضیاء الرحمن مدني د حج او اوقافو وزارت د مسلکي چارو مرستیال، مولوي ګل زرین د ښاري پراختیا وزارت د کور جوړونې او ساختماني چارو مرستیال، مولوي محمود شاه زاهد د اماراتو شرکتونو د پالیسۍ او څارنې مرستیال، مولوي سید حسن شاه آغا د مالي او اداري چارو مرستیال، قاري صلاح الدین ایوبي د لوګر والي، مولوي قدرت الله امیني د کابل والي مرستیال، مولوي عبدالحلیم حلیمي د زابل د پولیسو مشر، ملا محمد یونس مخلص د کورنیو چارو وزارت د سلاکار او مولوي جمال الدین وهاج د بغلان د پولیسو د قوماندانۍ د امنیت مشر په توګه ټاکل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دا بدلونونه د اسلامي امارت د اداري او اجرایوي جوړښت د پیاوړتیا لپاره شوي دي.