سیمه

په سویدا کې مرګونې نښتې او د ډروز په ملاتړ کې د اسراییلو مداخله

د یکشنبې په ورځ د سویدا په ښار کې د ډروز ملیشو او بدو قبیلو ترمنځ سختې نښتې پیل شوې او له ۲۰۰ څخه ډیر کسان یې وژلي دي.

نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې د بدویانو یوې وسله والې ډلې د ډروز سوداګر ته سپکاوی وکړ او په چټکۍ سره یې فرقه ییز تاوتریخوالی ته پراختیا ورکړه.

د سوریې د موقت حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې حکومتي ځواکونه سیمې ته د نظم د بیرته راوستلو لپاره لیږل شوي، خو د دې ځواکونو راتګ د اسراییلو له سخت غبرګون سره مخ شو.

اسراییل، چې ځان د ډروز ټولنې ملاتړی بولي، د سې شنبې په ورځ په سویدا کې د سوریې پر حکومتي ځواکونو هوايي بریدونه وکړل.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې بریدونه د ډروز ته د زیان رسولو او په سویلي سوریه کې د غیر نظامي سیمې د ساتنې لپاره ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شیخ حکمت الحاجري په ګډون ډیری دروز مشرانو د اسراییلو مداخله غندلې او د حکومتي ځواکونو په وړاندې یې د مقاومت غوښتنه کړې ده.

د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/23885?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button