افغانستان
ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو لخوا اداره کېدونکي ۸۰،۰۰۰ کوچني کاروبارونو ملاتړ کوي
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر راهیسې، کله چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ته ورسید، دوی په هیواد کې د ۸۰،۰۰۰ کوچني کاروبارونو ملاتړ کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د دې کاروبارونو ۹۷ سلنه د ښځو لخوا اداره کیږي.
د UNDP دا نوښت په افغانستان کې د سیمه ایز اقتصاد پیاوړتیا او د ښځو پیاوړتیا په موخه دی.