د خبري سرچینو په وینا، د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت د اورګاډي مرستیال، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د اورګاډي د نړیوالې اتحادیې (UIC) په دولسم کانګرس کې چې په چین کې ترسره شو، ګډون وکړ.
دا کانګرس د چین په کوربه توب ترسره شو او لوړ پوړو چارواکو، د اورګاډي متخصصینو، څیړونکو او د 60 هیوادونو د مخکښو شرکتونو استازو پکې ګډون کړی و.
پدې غونډه کې، مشهورو نړیوالو شرکتونو او ادارو د اورګاډي په برخه کې خپلې تجربې، څیړنې، نوښتونه او پرمختللې ټیکنالوژي نندارې ته وړاندې کړې.