افغانستان
د ا. امارت د بهرنیو چارو وزارت د ځینو هیوادونو د ملاتړ هرکلی وکړ او د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پریکړه لیک یې رد کړ
په یوه اعلامیه کې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امنیت د تامین، د مخدره توکو سره د مبارزې او د اقتصادي ودې په وړاندې د خنډونو د لرې کولو په هڅو کې د امارت د لاسته راوړنو په اړه د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ځینو هیوادونو د مثبت ارزونې هرکلی وکړ.
په هرصورت، د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د وضعیت په اړه د عمومي اسامبلې په غونډه کې تصویب شوی پریکړه لیک رد کړ، او ویې ویل چې پریکړه لیک په افغانستان کې د بشري وضعیت ځینې واقعیتونه له پامه غورځولي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې اسلامي امارت به دا پریکړه لیک او وړاندې شوي وړاندیزونه د اسلامي لارښوونو پر بنسټ وارزوي.