سیمه
د غزې د اوربند په اړه د دوحې د خبرو اترو لومړۍ پړاو پرته له کومې پایلې پای ته ورسېد
رویټرز خبري اژانس د فلسطیني چارواکو له خولې راپور ورکړ چې په دوحه کې د اوربند د خبرو اترو لومړۍ پړاو د اسراییلي پلاوي د “حقیقي واک نشتوالي” له امله ناکام شو.
سرچینو ویلي چې اسراییلي پلاوي د یوې موافقې د لاسلیک کولو لپاره کافي واک نه درلود او د خبرو اترو هدف په غزه کې اوربند ترلاسه کول او د بندیانو تبادله وه.
په هرصورت، ځینو بهرنیو رسنیو د باخبره اسراییلي سرچینو په حواله په خبرو اترو کې د چټک پرمختګ راپور ورکړی او وړاندیز یې کړی چې د اوربند تړون په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې نهایی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پرون سهار راهیسې د اسراییلي پوځ پرله پسې بریدونه د غزې په تړانګه کې د ۸۰ څخه زیاتو فلسطینیانو د شهادت لامل شوي دي.








