چین د روسیې د وروستي اقدام هرکلی کړی چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې لومړنی هیواد دی او دا یې له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام بللی دی.
د دولتي ګلوبل ټایمز په وینا، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نینګ د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې بیجینګ له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې “د افغانستان د سرپرست حکومت سره خبرې اترې او ښکیلتیا زیاته کړي.”
هغه زیاته کړه چې چین د نړیوالو اندیښنو د حل کولو، د افغانستان د بیارغونې او پراختیا کې د مرستې، د ترهګرۍ سره د مبارزې ملاتړ او په سیمه کې د سولې، ثبات او پرمختګ د ودې لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.
ماو نینګ دا هم ټینګار وکړ چې چین د اسلامي امارت له واک ته رسیدو راهیسې له افغانستان سره عادي ډیپلوماتیکې اړیکې ساتلي دي، چې د دوه اړخیزو اړیکو په ښه کولو کې یې مرسته کړې ده.
هغه وویل: “چین به د افغانستان له ټولو خلکو سره خپله دوستانه پالیسي ته دوام ورکړي او په بیلابیلو سکتورونو کې به د دوه اړخیزو همکاریو ملاتړ وکړي.”