افغانستان
په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو عملیات دوام لري؛ وضعیت تر کنټرول لاندې دی
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع اعلان وکړ چې د اسلامي امارت د رهبر د امر سره سم په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو عملیات دوام لري.
هغه رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې وویل چې د خلکو په پوهاوي سره په بدخشان کې وضعیت تر کنټرول لاندې راغلی دی.
قانع زیاته کړه: “له بده مرغه، ځینو متعصبو اشخاصو او مافیاوو غوښتل چې له دې عملیاتو څخه ګټه پورته کړي او خلک د نظام پر وړاندې وپاروي، خو د خلکو په همکارۍ، ستونزه حل شوې او وضعیت په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې دی.”