په باکو کې د سپوتنیک کارمندان نیول شوي، چې د اذربایجان او روسیې اړیکې یې ترینګلې کړې دي
د اذربایجان امنیتي ځواکونو د سې شنبې په سهار (د چنګاش ١٠ مه) په باکو کې د روسیې د دولتي خبري اژانس سپوتنیک په دفتر چاپه ووهله او د دې رسنۍ یو شمېر کارمندان یې د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو (FSB) سره د همکارۍ په تور ونیول.
د اذربایجان د کورنیو چارو وزارت وویل چې د سپوتنیک د باکو څانګې اجرایوي رییس ایګور کارتاویخ او د دې رسنۍ مدیر یوګیني بیلوسوف د هغو کسانو په ډله کې دي چې د روسیې د استخباراتي خدماتو لپاره د کار کولو په تور نیول شوي او تورن دي.
دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د باکو او مسکو ترمنځ اړیکې د یو شمیر مسلو له امله ترینګلې شوې دي، پشمول د ازال ایرلاین الوتکې غورځول او د اذربایجان د دولتي ویب پاڼو او رسنیو هک کول چې د ایران سره د تړلو ډلو لوګو ښودلې وه.
د اذربایجان چارواکي ادعا کوي چې هکونه په روسیه کې پیل شوي، او باکو د روسیې له ولسمشر څخه د رسمي بخښنې غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې په باکو کې د سپوتنیک خبریالانو سره یې اړیکه پرې شوې ده.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/23311?single