د ایران خلک او لوړ پوړي چارواکي په تهران کې د صهیونیسټي یرغل د شهیدانو په جنازه کې ګډون کوي
له نن سهار راهیسې (شنبه، د چنګاش ٧ مه)، د تهران اسلامي انقلاب چوک د ۱۲ ورځني یرغل په ترڅ کې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له ۶۰ څخه زیاتو شهیدانو د جنازې کوربه توب وکړ.
په دې شهیدانو کې پوځي قوماندانان، اټومي ساینس پوهان، ښځې، ماشومان او د ایران د رسنیو غړي شامل وو.
د تهران خلکو او د عربي هیوادونو پلاوي د صهیونیسټ ضد شعارونو او “لبیک یا حسین” بیرغونو سره په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د هیواد نورو لوړ پوړو چارواکو د شهیدانو په جنازه کې ګډون وکړ.
المنار، المیادین، سي ان ان او ځینو نورو نړیوالو رسنیو د خلکو او د ایران د ملي یووالي د پراخ ګډون په اړه راپور ورکړ.
دا شاندار مراسم د انقلاب له چوک څخه تر آزادۍ چوک پورې ترسره شول او نړۍ ته یې د ایران د لوی ملت د مقاومت پیغام ورساوه.
د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/23219?single