سیمه
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې په بریدونو کې ۸۲ تنه شهیدان شوي دي
پهالجزیره شبکې د روغتیايي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د سې شنبې له سهار څخه تر چهارشنبې سهار پورې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو په ترڅ کې ۸۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په غزه کې د الجزیره خبریال وویل: “اسرائیلي بې پیلوټه الوتکو د غزې تړانګې په مرکز، نصیرات کې د الدوا سیمې ته نږدې د ملکي خلکو په غونډو څو بمونه وغورځول.”
المیادین شبکې دا هم راپور ورکړی چې د اشغالګرو جنګي الوتکو د غزې تړانګې په جنوب کې د خان یونس ښار په یوه سیمه کې د کډوالو په یوه خیمه برید کړی دی.
فلسطینی سرچینو دا هم راپور ورکړی چې د صهیونیسټي توپخانې د غزې ښار په شمال لویدیځ کې د الصفطاوي په سیمه کې د وګړو په یوه ډله ډزې کړې دي.