له کابل او لغمان ولایتونو څخه نږدې ۳۵۰ حاجیان له سعودي عربستان څخه په لومړۍ الوتنه کې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېدل.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې د ۳۰،۰۰۰ حاجیانو د راستنیدو پروسه چې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه سعودي عربستان ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره تللي وو، نن پیل شوې ده.