سیمهنړۍ

اسراییل د غزې د مرستې کښتۍ “مډلین” ونیوله

خبري سرچینو راپور ورکړ چې د اسراییل رژیم د میډلین غزې ته د ننوتلو مخه ونیوله، په کښتۍ یې برید وکړ، هغه یې ونیوله او په کې سپاره فعالین یې وتښتول.

د اسراییلو یوې پوځي سرچینې راپور ورکړ چې کښتۍ اوس مهال د اشدود بندر ته لیږدول کیږي.

د آزادۍ فلوټیلا ایتلاف اعلان وکړ چې د میډلین سره اړیکه پرې شوې ده.

د آزادۍ فلوټیلا ایتلاف هم اعلان وکړ چې اسراییلي ځواکونو په میډلین کې رضاکار فعالین تښتولي دي.

د اسراییلو د پوځ راډیو هم د یوې پوځي سرچینې په حواله راپور ورکړ: “موږ د هغو کسانو هویت تاییدوو چې په کښتۍ کې وو او د هغوی څخه د پوښتنو لپاره چمتووالی نیسو؛ تحقیقات او پوښتنې به د اشدود بندر په یوه سمندري اډه کې ترسره شي.”

د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/22167

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button