د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې اعلان وکړ چې ټاکل شوې ده چې په روانه میاشت (جون) کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
د افغانستان په اړه درې میاشتنی راپور به هم په غونډه کې وړاندې شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت مشره، روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو مشره، سیما باهوس، او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) چارواکي به هم په غونډه کې معلومات وړاندې کړي.