سیمه
د سوریې په لویدیځ کې د اسراییلو هوايي بریدونه
د سوریې سرچینو راپور ورکړی چې د جمعې په ماښام (د غبرګولی ٩ مه) د سوریې په لویدیځ کې د لاذقیه ولایت په جبله ښار کې څو لوړې چاودنې واورېدل شوې.
د سرچینو په وینا، د اسراییلو جنګي الوتکو د ښار په څنډه کې د ۱۰۷مې قوماندې په مرکزي دفتر برید وکړ، او خپاره شوي انځورونه ښیې چې د لوګیو لوړې ستنې په څو ځایونو کې هوا ته پورته کیږي.
دا بریدونه درې ورځې وروسته له هغه کیږي چې رویټرز راپور ورکړ چې اسراییل او سوریې په وروستیو اونیو کې د تاوتریخوالي کمولو په هدف په سرحدي سیمو کې د مخامخ خبرو اترو څو پړاوونه ترسره کړي دي.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/21918?single