د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د هغې پریکړې هرکلی کړی چې په کابل کې یې خپل ډیپلوماتیک استازی د شارژدافیر څخه سفیر ته ارتقا کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې اسلامي امارت به هم په بدل کې په اسلام آباد کې خپل شارژدافیر د سفیر په توګه ارتقا وکړي.