سیمه
شهباز شریف او امام علي رحمان د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د سیمه ییز اتصال لپاره حیاتي ګڼي
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د تاجکستان د سفر په جریان کې د دغه هیواد له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل او د دوه اړخیزو همکاریو او ځینو سیمه ییزو او نړیوالو مسلو په اړه یې خبرې وکړې.
د پاکستان د حکومت د یوې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د سیمه ییز اتصال لپاره حیاتي او اړینه وګڼله.