همیش فالکنر، د پارلمان غړی او د منځني ختیځ او شمالي افریقا وزیر، وویل چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییلي رژیم لخوا د ۲۲ نویو میشت ځایونو د جوړولو تصویب “د فلسطیني دولت د جوړولو په لاره کې قصدي خنډ دی.”
هغه په خپل ایکس اکاونټ کې ولیکل: لندن دا کړنې غندي؛ میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي، د دوه اړخیز حل لاره نوره هم له خطر سره مخ کوي او د صهیونیسټ رژیم ساتنه نه کوي.