افغانستان

د مرکزي امنیت او پاکوالي کمیسیون په غونډه کې د سرحدونو او خیالي لیکو د امنیت په اړه بحث وشو

د مرکزي امنیت او پاکوالي کمیسیون یوه منظمه غونډه د کمیسیون د مشر او د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.

کمیسیون په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې په دې غونډه کې د هیواد د سرحدونو او خیالي لیکو د امنیت په ګډون عمومي امنیتي وضعیت وڅیړل شو، او ګډونوالو په سرحدي سیمو کې د امنیت د ښه کولو او له سرغړونکو سره د جدي چلند لپاره د اړینو اقداماتو ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button