د اسلامي امارت پلاوي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رییس مطیع الحق خالص په مشرۍ په روسیه کې د نړیوال چاپېریال کانګرس (نیویسکي) په یوولسمه غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې به د هېوادونو استازي، نړیوال بنسټونه، متخصصین او د چاپیریال ساتنې فعالین د اقلیم د بدلون په رڼا کې د چاپیریال ساتنې پورې اړوند ننګونې او فرصتونه وڅیړي.