سیمه
د ټرمپ په غوښتنه له سوریې څخه د فلسطیني ډلو ایستل
د سوریې لنډمهاله حکومت هوډ لري چې د مقاومت هر ډول نښې له منځه یوسي، د اسراییلو د بریدونو په وړاندې له بې پروایۍ څخه نیولې تر د فلسطیني مقاومت ډلو سره دښمنۍ پورې.
دوو فلسطیني سرچینو نن د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د سوریې پخواني حکومت ته نږدې او په دمشق کې میشت د فلسطیني ډلو قوماندانان له هیواده وتلي دي.
په دې کسانو کې د فلسطین د آزادۍ لپاره د ولسي جبهې د بنسټ ایښودونکي زوی خالد جبریل، په سوریه کې د ولسي مبارزې د جبهې عمومي منشي خالد عبدالمجید او د فتح انتفاضې غورځنګ عمومي منشي زیاد الصغیر شامل دي.