افغانستانسیمه

مطیع الحق خالص له ترکیې څخه وغوښتل چې په “کپ-۳۰” کې د اسلامي امارت د پلاوي د شتون لپاره هڅې وکړي

په کابل کې د ترکیې سفیر سنک اونال د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له رییس مطیع الحق خالص سره وکتل.

د ادارې د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، ښاغلي خالص له ترکیې څخه وغوښتل چې د COP-30 په غونډه کې د افغانستان د ګډون لپاره کار وکړي.

دواړو خواوو د TCAP د ۲۹مې غونډې د پایلو په اړه هم خبرې وکړې.

د ترکیې سفیر د چاپیریال ساتنې په برخه کې د اسلامي امارت سره د خپل هیواد د همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان غوښتنې به له نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي.

ښاغلي خالص په دې غونډه کې دا هم وویل چې د اسلامي امارت واک ته د رسیدو سره، په افغانستان کې د چاپیریال ساتنې په برخه کې د ۸۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت پروژې بندې شوې دي او باید بیا پیل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button