سیمه
شمالي وزیرستان کې اته پاکستاني پوځیان مړه او ټپیان شول
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پرون د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان په اسور سیمه کې د هیواد پر پوځ برید وکړ.
ويل کېږي چې په دې بريد کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
پاکستاني چارواکو هم دا پېښه تایید کړې ده.