افغانستان
متقي سبا په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ځي
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي به سبا (سه شنبه، د غويی ٣٠ مه) له خپل ملګري پلاوي سره د چین پلازمینې بیجینګ ته سفر وکړي.
د دې سفر موخه د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې ګډون دی.
د راپورونو له مخې، د هیواد مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به نن (دوشنبه) د خپل ملګري پلاوي سره چین ته سفر وکړي.
خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د امیر خان متقي د چین د سفر د کره نیټې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د داسې سفر تایید کړی و.