نړۍ
د امریکا په کالیفورنیا کې چاودنې یو کس وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي
د امریکا په ځايي وخت د یکشنبې په ورځ (د غويی ٢٨ مه) د کالیفورنیا په پام سپرینګز کې د یوه کلینیک مخې ته یوه لویه چاودنه وشوه چې له امله یې یو کس ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
امریکایي چارواکو دا پیښه “یوه قصدي ترهګریزه پیښه” بللې ده.
چارواکي په دې باور دي چې چاودنه د موټر ته نږدې د ځای پر ځای شوي پایپ بم له امله رامنځته شوې ده.
اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.